د کوزې کرمې ایجنسۍ د اهل سنت مسلمانانو مشران د تعزیت او تسلیت لپاره پاړه چینار ته لاړل

Via Scoop.itparachinarvoice

د کوزې کرمې ایجنسۍ د اهل سنت مسلمانانو مشران د تعزیت او تسلیت لپاره پاړه چینار ته لاړل
له کرمۍ ایجنسۍ زموږ ځايي خبریال راپور راکوي نن د کوزې کرمې د اهل سنتو کابو ۱۰۰ تنه مشران پاړه چینار ته لاړل او د دغه ښار په مرکزي حسینیه یا امام باړه کې په شتون سره ېې د تیرې جمعې ورځې د ځانمرګي برید غندلو تر څنګ چې په کې ۴۵ تنه شهیدان او په لسګونو نور ټپیان شوي ؤ ، تسلیت ووایه .
د اهل سنتو دغو مشرانو چې په کې حاجي سالم خان،محمود خان او عطاء الله خان شامل دي په خپلو ویناوو کې ېې وویل چې موږ د کرمې خلک چې په کې شیعه او سني دواړه مسلمانان شامل دي سره وروڼه یواو پیړۍ پیړۍ مو یو د بل په څنګ کې په سوله او ورور ګلوئ کې خپل ژوند ته دوام ورکړئ او د ځینو معلوم الحاله افرادو اقدامات زموږ وحدت او یوالي ته ګزار نه شي ورکولای .
دغو اهل سنت مشرانود پاکستان له مرکزي حکومت څخه وغوښتل چې د دغه بوږنوونکي جنایت عاملین زر تر زره ونیسي او له خپلو ډلګیو او لاسپوڅو سره یو ځای ېې له مرکزي کرمې وباسي .
Via pashtu.irib.ir

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  Change )

Connecting to %s