کورمے ایجنسی او دہ توری یا طوری قبیلے لنڈ تاریخ ۔ لـيکـوال ډاکټرلطيف ياد

٥٠ – توري لـيکـوال ډاکټرلطيف ياد توري د پښتنو يوه لر غو نې قبيله ده چې د کر لا ڼي پښتنو په ټو لنيز ګروپ پورې اړه لري٠ توري په کو رمې ايجنسۍ کې ژوند کوي چې مسا حت يې ٣٣١٠ کيلو متر مر بع دی اود ١٩٩٨ زيږ ديز کال د سر شمير نې له مخې ددغې ايجنسۍ د وګړو شمير ٤٤٨٣١٠ تنه ښودل شوي دي٠توري په پښتو ژبه خبرې کوي او شيعه مذهبه دي. کور مه تر ١٨٧٩ زيږ ديز کال پورې د افغا نستان د خا ورې يوه بر خه وه، خو ورو سته پر نګيانو جبرا له افغا نستا نه جلا کړه٠په کورمه کې د توريو سر بيره بنګښ،ځاځي او منګل هم استو ګنه لري. ددوی د سيمې شما لي بر خې ته سپين غر ، لو يد يز ته يې د پکتيا ولايت، جنوب ته يې ټل او بنګښ او د ختيز خواته د اورکز يو د قبيلې سره ګډه پو له لري ٠ د کو رمې ايجنسۍ په در يو بر خو ويشلې شوې ده يعنې پو ر تنۍ کور مه،ښکتنۍ کو رمه او منځنۍ کو رمه٠ پاړه چنار د کو ر مې ايجنسۍ هيډ کوار ټر يعني مر کز دی٠ د کورمې ايجنسۍ مشهور ښا رونه سده، علم شير،باګن، تالو، کونج علي زي او با ګز ايي دي.٠. په لر غو نو تا ريخي متو نو او له هغې نه په ريګو يدا کې دکورمې د سيمې او د کو رمې د سيند(کرومو) ياد ونه شوې ده٠ د هند مغولي واکمنۍ بنسټ ايښو دو نکي ظهير الد ين محمد با بر هم د ١٥٠٥ او ١٥٠٦ زيږ ديز کلونو په پيښو کې د کو ر مې د سيمې او د توري قبيلې يا دونه کړې ده٠دپښتنو ستر شاعر خوشال بابا هم دتوريو دقبيلې يادونه کړې او دوى يې کر لاڼي پښتانه گڼلي دي(١) . دهند پر نيمې وچې باندې دانګريزانو دواکمنۍ په وخت کې هم انګريزانو پر کورمې باندې پوځي بريدونه کړي دي لکه په ١٨٥٦ زيږديز کال د جنرال چمبرلين په مشرۍ اوپه ١٨٧٨زيږديز کال دجنرال رابرټ په مشرۍ پردې سيمې بريدونه شوي دي . داسې ويل کيږي چې په لر غو نو زمانو کې توريو کوچياني ژوند درلود او دوى د اوړي (دوبي) استو ګنځى دپکتيا ولايت داريوب دره وه چې اوس پکې د ځا ځيو قبيله ميشته ده. همداراز دوى په بيا په ژمي کې دکورمې وادۍ ته تلل چې وروسته يې پيواړ ،شلوزان او دمالا نا سيمې په خپله ولکه کې راوستلې او بنګښ يې د ميرانزايي وادي ته پر شا وتمبول او وروسته په کراره کراره په پورتني کورمه کې ميشته شول .د تار يخ حيات افغا ني ليکوال له نن نه ١٤٦ کلو نه وړاندې د تو ريو دقبيلې په اړوند داسې ليکلي دي : ‘توري د خوست د سيمي شمال او د سپين غره په جنوب کې د کورمې سيند په دواړو غاړو او د کو رمې په نا مه سيمه کې او سيږي٠ دغه سيمه د مخه د بنګښو د قبيلې په لاس کې وه، خو ورو سته دوی د غه سيمه له دوی نه ونيو له٠ د توريو قبيله په پنځو ښا خو نو ويشلې شوې ده چې د هغوی نو مو نه، دوسله والو کسا نو شمير او دهرښاخ د ملکانو نومو نه په لا ندې ډول دي: ١- حمزه خيل چې درې زره تنه وسله وال جنګيالي لري او ملک يې او مک نو ميږي٠ ٢- مستو خيل چې دوسله والو جنګيا ليو شمير يې دوه زره تنه دي او فقير علي او شنبک يې ملکا ن دي ٣- دوپر زي درې زره تنه جنګيالي ميړ ونه لر.ي او د ارواښاد محمد علي خان ورور غلام ددوی ملک دی٠ ٤-علي زي چې دو سله والو کسانو شمير يې دوه زره تنه او دوست محمد او زيد علي يې ملکان دي٠ ٥- غو نډي خيل دوه زره تنه جنګيالي لري او د ملکانو نو مو نه يې نور علي او الله نور دي٠ تاريخ حيا ت افغاني له نن نه ١٤٦کلونه وړاندې دتوريو د وسله والو کسانو مجمو عي شمير ١٢ زره تنه ښودلى دى٠ توري دکر نې په چا رو بو خت دي، خو ځيني د ميوو خر څولو او نورو شيا نو سو داګري هم کوي٠ د تو ريو په سيمه کې وريجي، جوار، غنم ،مۍاو اور بشي ډيرې پيد ا کيږي،خو مڼي او نورې ډول ډول ميوې هم پکې شته٠ د حمزه خيلو د ښاخ دوه سوه کو رنۍ په کو چيا ني ډول ژوند کوي چې د ژمي په مو سم کې بلند خيلو او ټل ته خپل ما لو نه د خر څلاو له پا ره بيا يي او د تودو خۍ په مو سم کې سپين غره ته ځي٠ د کورمې په سيمه کې د کا بل واکمن يوه کلا جوړه کړې ده او يو شمير پو ځيان پکې شته، نو ځکه توري دکابل دواکمن رعيت ګڼل کيږي او دوی ته په هر جر يب ځمکې د کابل يوه نيمه رو پۍ ما ليه ورکوي٠ همداراز د کا بل واکمن د تو ري قبيلې نه د هر کور په سر د لو ګي په نا مه يوه رو پۍ ما ليه اخلي٠ د توريو د کر نې ټو لې نهري ځمکې د کو رمې له سينده خړو بيږي، دوی په ميلمه پا لنه او پښتني ننګ او دود او دستور ټينګ خلک دي٠ ددوی په سيمه کې کو مې بد رګې ته اړتيا نشته او دوی له سيمې نه کا روا نو نه پر ته له کوم خطره تير يږي٠(٢) دتوري قبيله دسره ګلي او چارداري په نامه يو ډول قبيلوي ويش لري. په اوسني وخت کې دتوري قبيلې لانديني ښاخونه ډير مشهور دي: ١-حمزه خيل : دوى ته کو چيان هم وايي چې په قبيلوي ويش کې په سره ګلي پو رې اړه لري.په پخوانيو وختو نو کې به دوى دژمي په موسم کې زرکي کمال او شوباک ته تلل. حمزه خيل په کړمان ،شکهاڼه ،مټوډۍ ،ميا جي،ټايډه کوټکۍ ،مالانه او ګورکمور کې ځمکې لري. دحمزه خيلو نورې څانګې دادي: سپينکۍ ،ملال،تاراکي،جانا خيل،پاري خيل ،سا تي خيل،درې پلاري،بادي خيل ،جاجي او خاشکي خيل. سپينکي بيا دجمال خيلو او ادم خيلو په څانگو ويشل شوي دي . دتاراکي څانګې بيلکۍ ،شکر خيل،سره ګلۍ او اکا خيل دي . ٢-مستو خيل : دوي هم سره ګلي دي او دغه ښاخ د پيرزايي خيلو،زکريا خيلو،حسين خيلو،حاجي خيلو،تورکا خيلو،بيګا خيلو او مينا خيلو پر څانګو ويشل شوي دي. دوى په تيزانه،ميا دانک،مينو زايي، بادشاه،احمدزي ،حکيم کلا،کريم کلا،سادره،تاري کوټ،شکر کوټ،بالي امين او جالا ميک کې استو ګنه لري . ٣-غونډي خيل: دوى چارداري دي چې اصلي ښاخونه يې علي خيل ،ماموت خيل،ادين خيل ،کا مل خيل او علم خيل دي چې بيا ما موت خيل د شمشۍ،تنى خيلو او نندار خيلو په څانګو باندې ويشل شوي دي . دوى دکورمې ددرياب پرکيڼه غاړه دما لکوټ نه تر ابراهيم زيو پورې د پيواړ،اګرا،مکوټ،عملکوټ ،رامک،ولي محمد کلا،بانگين ،وليداد،يعقوبي سندر کوټ،تورپاکي او ابراهيم زيو په کليو کې استو ګنه لري . دکورمې درياب ښۍ غاړې ته ددوي کلي درانا او مورا په نا مه سره يا ديږي . ٤-علي زي :دوى هم چارداري دي چې د مير حسن ،احمد خيلو او ملک خيلو په څانګو ويشل شوى دى چې بيا مير حسن د محمد خيلو او چاگو خيلو په څانګو ويشل شوي دي .دعلي زيو اصلي کلي پيواړ ،حبيب کلا،کنج، ګمبير،اګرا او علي زي دي . ٥- دوپرزي :دوى هم چارداري دي .ددپرزيو دوه اصلي ښاخونه سارو خيل او مير داد خيل دي چې بيا سارو خيل ددلت خيلو،جعفر خيلو،سلطا ن خيلو ، شبلا ن خيلو.بغداديوار او ميګک په څانګو ويشل شوي دي .ميرداد خيل بيا د کامي خيلو ،درې پلاره ،تارخيلو،لامي کوټ خيلو او کا چي کانه په څانګو ويشل شو ي دي . دوپرزي په پيواړ،شوبولام ،بوګهدي،علي شير کلا،دنګيلا،شيخ نور کلا متهزي، بوکي ،گيداړه،شين گاک، بورکي ،کرلاچي او ټانگي په کليو کې استو گنه لري . دتوري قبيلي مشهور کلي دادي :ملانا،پيواړ،زيران،ملي خيل ،شلوزان،بورکي ،کچکينه،ناستي کوټ (عمل کوټ)،او کونج عليزي . دتوريو دقبيلې مشهور داوبو بندونه (ډيمونه ) : ملانا ډيم ،زيران ډيم او دکوټ راغه ډيم ملي خيل.(٣) لکه چې وړاندې وويل شول توري شيعه مذ هبه دي او دمذ هبي احکامو په تر سره کو لو کې ډير ټينګ دي٠ دوی د خپل قبيلوي دود او دستور له مخې د سيد انو ډير درناوی کوي او هر يو تن يې د سيدانو مر يدان دي٠ دغې قبيلې سيدان په څلورو ډلو ويشل شوي دي چې دوی ورته ډير معتقد دي دغه سيدان عبارت دي د تيراه سيدان، احمدزي سيدان، دکړ مان سيدان او د ماوره سيدان. هغه تو ري چې دتيراه په سيدانو پورې اړه لري د ميا مر يد په ټينګ وانډي او پا تي نور يې د سست وا نډي په نا مه يا ديږي چې درې وانډي د ميا مر يد په وړاندې سره يو دي٠ په دې بر سېره تور ي په سپين ګو ندي پورې اړه لري٠(٤) لنډه داچې توري د پښتنو زړوره ، غير تي او په پښتو او پښتو نواله با ند ې ټينګ خلک دي٠ ————————————————————————— ١- پښتا نه د تا ريخ په رڼا کې، ١٣٩٠ مخ٠ ٢- حيات افغاني،٣٥٣ او ٣٥٤ مخو نه. ٣- ويکيپيډيا ( دتوري قبيله او کورمه ايجنسي). ٤-اضلاع،ايجنسي ها وقبايل ايا لت پښتو نستان،٨٦ مخ. لـوسـتـل شـوی 368 ځــلې وروسـتی سـمـون په Saturday, 06 October 2012 14:10 د لـيکــنې ټـولـۍټـبـرونـه پـېـژنـدنـه د لـيکـنې پـېژنـذ تـوريتوري ډاکټرلطيف ياد www.kitabtoon.com | ٥٠ – توري – www.kitabtoon.com http://kitabtoon.com/lekane/tabarpezhandana/item/541-tori ^ back to top

See on Scoop.itparachinarvoice

Leave a Reply

Fill in your details below or click an icon to log in:

WordPress.com Logo

You are commenting using your WordPress.com account. Log Out /  Change )

Twitter picture

You are commenting using your Twitter account. Log Out /  Change )

Facebook photo

You are commenting using your Facebook account. Log Out /  Change )

Connecting to %s